دایکندي؛ مرکز کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو موخه د خلکو ترمنځ سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.
