خوست کې د اووه لوبډلو ترمنځ د فوټبال درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د یاد ولایت د تڼیو ولسوالۍ په داخیو کلي کې د اووه لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ګلاب زي او باختر دلپوري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې لوبه د ۱ پر ۱ ګول مساوي پای ته ورسېده.
د دغو سیالیو د پیل په مراسموکې د فوټبال فدراسیون پخواني استازي احمد ولي ګلابزوی، د سیمې مشرانو، ځوانانو او د ورزش ګڼو مینه والو برخه اخیستې وه.
ټاکل شوې چې یادې سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي.
