تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د نورین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په درقد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي سیالۍ چې څو ورځې مخکې پیل شوې وې، د نورین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د نورین او میوند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پایله کې یې نورین لوبډلې د ۱ پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
