دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچوونې سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په خدیر ولسوالۍ کې د تیږې اچوونې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې قربان قاسمي لومړی او حبیب الله محبي دویم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه په خدیر ولسوالۍ کې سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول او د کوچني اختر نمانځل و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولانو له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.