هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sat, Mar 16 2024 10:16 PM
هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي ورزشي لوبغالي کې د ۲۸ ب لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د خپلواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د خپلواک او شاهين لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې شاهين لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۵ منډو هدف کېښود، خپلواک لوبډلې ياد هدف په نهم اور کې ترلاسه کړ او د دوو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې دوې مياشتې يې دوام وکړ او په پای کې گټونکې لوبډلې د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

BACK TO NEWS