زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د رزمي ورزشونو د فدراسیون اړوند د کیک جستو د سبک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت شاجوی ولسوالي اړوند په فیروزي کلپ کې د استاد محیب الله ،استاد عطاآلله او استاد احمد له کلپونو د ۴۰ ورزشکانو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، نويو ځوانانو او ځوانانو په کټګوریو کې د کیک جستو سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې یوه ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې د استاد محیب الله کلپ ورزشکارانو لومړی مقام او د استاد عطاء الله کلپ ورزشکارانو دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو د ظرفیت لوړول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش آمریت له لوري غوره ورزشکارانو ته ورزشي توکي او ستاینلیکونه ورکړل شول.