ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۶۰ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سيالي ترسره شوه

د ميدان وردګ ولايت د بند چک ولسوالۍ په آدم خېلو کلي کې د دوو لوبډلو( ادم خېلو او خواجه انګور) کليو د ۶۰ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو يو ورځنۍ سيالي ترسره شوه.
د يادې سيالۍ په پای کې د ادم خېلو کلي ۳۰ کسيزې لوبډلې خپلې سيالې خواجه انګور لوبډلې ته د ۴۶_۴۳ نومرو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
هېره دې نه وې، چې د دغې سيالۍ په مراسمو کې د سيمې نورو غشي ويشتونکو، سپين ږيرو او ګڼو نندارچيانو ګډون کړی و.