کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موتای سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همغږۍ او د موتای فدراسیون په همکارۍ د بدني ورزش او ورزش لوی ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل د بېلابېلو کلبونو د ۱۴۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د کابل منتخبې لوبډلې لپاره د موتای سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ په عمري لحاظ په درېوو(زلمیو، ځوانانو او لویانو) کټګوریو کې ترسره کیږي.
د دغو سیالیو د ترسراوي موخه د کابل موتای لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو پېژندل ښودل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دا سیالۍ به نن او سبا جمعه دوام وکړي.