زابل؛ مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري په صحراني سيمه کې د څلورو لوبډلو تر منځ د توپ ډنډې سيالۍ ترسره شوې.
په يادو سياليو کې د بازار ځوانانو، باباگک کلي، خروايان او سينک لوبډلو گډون کړی و، چې اتلولي يې د بازار ځوانانو لوبډلې خپله کړه.
دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، موخه يې ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و.
