په هلمند کې د فوټسال درېيم پړاو سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه مرکزي جمنازيوم کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال درېیم پړاو سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لوبه کې اغا نور شاهي لوبډلې خپلې سيالې نورسخي لوبډلې ته د ۳_۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دغه سيالۍ چې موخه يې د زون په کچه د ټورنمنټي سياليو لپاره د لوبډلې ټاکل ياد شوي، ۲۶ ورځې به دوام وکړي.
هېره دې نه وي چې يادې سيالۍ د بارک هلمند صنعتي شرکت په مالي ملاتړ د فوټسال نمايندګۍ له لوري ترسره کېږي.
