کندز، په ښاروالۍ لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز ښاروالۍ لوبغالي کې د ( امید ها به فوتبال کندز) په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ چې شل ورځې به دوام وکړي، د پیل لوبه یې د ستاره ها او امت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د دواړو لوبډلو ترمنځ صفر د صفر په مقابل کې مساوي پای ته ورسېده.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د یاد ولایت په کچه د غوره لوبډلو او لوبغاړو موندل دي.
