غزني؛ د ناور ولسوالۍ لوبډلې د ولسوالیو ترمنځ د فوټسال سیالیو اتلولي وګټله
د غزني ولایت د ولسواليو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې د دې ولایت د ورزش امریت په همغږۍ د اتو ولسوالیو د ۱۶لوبډلو ترمنځ یوه میاشت وړاندې د نواباد په ولي عصر وزرشي جمنازیوم کې پیل شوې وې د ناور ولسوالۍ لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پايلوبه کې د ناور او جغتو ولسوالیو لوبډلې سره ولوبېدلې، چې د ناور ۲-۰ خپل سیال ته ماتې ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ او د جغتو ولسوالۍ لوبډله په دریم مقام کې پاتي شوه.
په همدې حال کې سلطان حسین نمازي د غوره ګول ساتونکي، رحمت الله غلامي د غوره لوبغاړي او نصر الله ظریفي د ۱۱ګولونو په وهلو سره د غوره ګول هونکي په توګه وپېژندل شول.
په پای کې د غزني د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلو او لوبغاړو کپونه، کډالونه او تقدیرمنامې ورکړل شوې.
