پکتیکا؛ ښرنه کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون او کوټوالو ځوانانو له لوري د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ چې ۱۴ ورځې یې دوام وکړ، د سورمان ایلون لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته سورمان ایلون او انور ایلون لوبډلو لار موندلې وه، لومړۍ توپوهنه سورمان لوبډلې ترسره کړه او ټاکلو لسو اورونو کې یې سیالې انور لوبډلې ته ۱۳۲ منډې هدف کېښود، بل لوري ته انور لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په ۳۱ منډو یې سیالې لوبډلې ته سیالي بایلوده.
د دغو سیالیو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
عبدالله رحیمي
