کرهالې لوبډلې د کونړ وټه پور ولسوالۍ د واليبال سیالیو اتلولي وګټله
د کونړ ولايت وټه پورولسوالۍ په قمچۍ سیمه کې د ورزشي آمريت او واليبال فدراسيون د چترلاندې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالیو اتلولي د کرهالې لوبډلې په خپل نوم کړه.
دا سیالۍ چې څو ورځې وړاندې پيل شوې وې پایلوبې ته یې د مرکز «کرهالې او قمچۍ ځوانانو منتخبې» لوبډلو لاره ومونده چې په پایله کې یې د مرکز کرهالې په اتلولۍ او د قمچۍ لوبډلې په دویم مقام پای ته ورسېدې.
د پایلوبې نندارې ته د ورزشي مسوولینو ترڅنګ مخور، ځوانان، ورزشکاران او ګڼ شمیر مینوال ورغلي وو.
د پای په مراسمو کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلیکونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.
