په هرات ولايت کې د معلولينو نړيوالي ورځ په مناسبت د پاراالمپیک ورزشي جشنواره ترسره شوه
دغه ورزشي جشنواره د هرات بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي ګلاب الدین خپلواک، د ټيکا دفتر مسوولینو، د ايران کونسلګري فرهنګي چارو استازو، د يو شمېر فدراسیونونو مسوولینو او د پارا المپيک رشتې ورزشکارانو په شتون کې ترسره شوه.
مولوي خپلواک د معلولينو نړيوالي ورځ په مناسبت د پارا المپيک ورزشکارانو ته مبارکي وویله په خبره يې؛ د هرات ورزش اداره د ټولنې خلکو که هغو معلولين يا غير معلولين وي د ورزش متوازينې ودي ته ژمنه ده.
په پاى کې مقام ګټونکو ورزشکارانو ته لوح سپاس، کپونه او مډالونه هم ورکړل شول.