په پروان ولايت کې د تکواندو ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه ور وتړل شول
د پروان ولايت تکواندو مرکزي کلپ کې د دې رشتې ٤٥تنو ورزشکارانو ته ارتقا کمربندونه ور وتړل شول.
په همدې مناسبت مراسمو کې د ورزشي مسوولینو، د کلپونو استادانو، د بېلابېلو ورزشي رشتو استازو، روزونکو اوورزشکارانو شتون درلود.
په دې مراسمو کې د تکواندو ورزشکارانو له لوري جالب ورزشي نمايشونه هم ترسره شول.
د دې مراسمو ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو وده او هڅول دي تر څو وکولاى شي د هېواد لپاره زيات وياړونه راوړي.
