د پینګ پانګ فدراسیون تاریخ

Afzal-af
د پینګ پانګ فدراسیون تاریخ

د افغانستان د پینګ پانګ ملي فدراسیون (د میز پر سر ټینس) یوه اولمپیکي لوبه ده چې له سلو کلونو څخه زیات عمر لري، خو په رسمي توګه په ۱۳۳۰ل کال کې له چین څخه د روزونکو په راتګ سره د بدني روزنې او ورزش په عمومي ریاست او د افغانستان د اولمپيک ملي کميټې کې خپل فعالیت پیل کړ او په ٢٠٠٤ کال کې د پينګ پانګ د نړيوال فدراسيون او اسيايي فدراسيون غړيتوب تر لاسه کړ.

دغه ورزش په بلخ، کابل،هرات،جوزجان،سرپل،فاریاب،بادغیس،بغلان،پروان،غزنی،هلمند،فراه،نیمروز،بامیان، کندهار او دایکندي ولایتونو کې فعاله څانګې لري.

د پینګ پانګ فدراسیون لومړی رییس همایون حمید و، چې بیا وروسته په ترتیب سره جاوید امین، عبدالرزاق سیاوش، ضیا محمودي، عزیز سادات، عبدالحمید رسولي، هیلینا کاکړ او احمد جاوید شریفي د دې فدراسیون رییسان شول.

د ورزشي ورزشکارانو لکه بصیر احمد شریفي، محمد جاوید امین، عبدالسمیع جامي، ډاکټر غلام شمل، رقیب صمدي، نادر عمر او انجینر محمد فهیم حکیم په لرلو سره دغه ورزشي فدراسیون توانېدلی، چې ګڼ شمېر لوبغاړي ټولنې ته وړاندې کړي.

د پينګ پينګ فدراسيون يو له فعالو فدراسيونونو څخه دی چې په بهرنيو سياليو کې په فعاله توګه ګډون کړی او ښې لاسته راوړنې يې ترلاسه کړې دي.

د دې فدراسیون د لوبغاړو شمېر په مرکز او ولایتونو کې ۲۶۰۰ ورزشکارانو ته رسېږي او په مرکز او ولایتونو کې ۶۲ ورزشي کلونه لري.