هلمند، په نادعلي ولسوالۍ کې د ۶۲ پهلوانانو ترمنځ د غیږنیونې سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري په نادعلي ولسوالۍ کې د مارجې او نادعلي ولسواليو د ۶۲ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې.
د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو په پايله کې د مارجې ولسوالۍ پهلوانانو د ۱۲ برياوو په ترلاسه کولو سره د دغو سياليو اتلولي وګټله.
