بدخشان؛ شهربزرګ ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بدخشان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې الماس رزک لوبډلې خپلې سيالې پلنګان لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول، ورزش دودول، ورزشي استعدادونو ته وده ورکول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی و، چې څلور ورځې يې دوام وکړ.
