بلخ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د ۱۰۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۱۰۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې رسول صلاحي او ذکر پهلوانانو خوسی تر حلالې دایرې ورسوه او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
