د سنوکر افغان ورزشکار په نړۍوالو سیالیو کې د بزنزو مډال خپل کړ
د سنوکر افغان ورزشکار رئیس خان سنزي د سنوکر نړۍوال جام سیالیو د انفرادي لوبو په نیمه پایلوبه کې د پاکستاني سیال پر وړاندې ۴ - ۱ میدانونو په توپیر ماته ومنله او د برونزو مډال ګټونکی شو.
دغه سیالۍ په دوه ( انفرادي او ګروپي) برخو کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په استازولي درې افغان ورزشکاران ګډون پکې لري.
یادې سیالۍ د عمان هېواد په کوربهتوب په مسقط ښار کې د ۱۶ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۲۳مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي.
