کابل؛ د دانالاک ستر پهلوان لومړي پړاو سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
Sat, Nov 07 2026 1:41 PM
کابل؛ د دانالاک ستر پهلوان لومړي پړاو سيالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د پهلوانۍ ملي فدراسیون په همکارۍ د دانالاک خصوصي شرکت په مالي ملاتړ، د دانالاک ستر پهلوان لومړی پړاو سيالۍ د ۲۰ داخلي او بهرني لوبغاړو په ګډون د RNS پهلوانۍ سازمان له لوري د ياد رياست په مرکزي جمنازيوم کې ترسره شوې.

دغو سیالیو کې ۱۸ داخلي او دوو پاکستاني لوبغاړو ګډون کړی و، چې له ۵۷ تر ۹۲ کيلو ګرام پورې په اتو بېلابېلو وزنونو کې د يو بل پر وړاندې په ټک فايټ ډول ترسره شوې.

د يادو سياليو مرکزې لوبه د افغان لوبغاړي زید صالحي او پاکستاني لوبغاړي محمد زبير بټ ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يې زید صالحي وکولی شول خپل پاکستانی سيال مات کړي او د دغو سياليو د مرکزي لوبې اتل شي.

دغه راز د دې سياليو نيمه مرکزي لوبه د افغان پهلوان ادريس هوفياني او پاکستاني پهلوان محمد حمزه بټ ترمنځ وشوه، چې په پايله کې يې افغان پهلوان ادريس هوفياني وکولی شول خپل سيال ته ماتې ورکړي او بريا خپله کړي.

دغه سيالۍ چې يوه شپه يې دوام وکړ، د پيل په مراسمو کې يې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق ټولو راغلو مېلمنو او ورزشکارانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، ورزش د اتحاد او يووالي سېمبول دی او همدا ورزش دی چې د هېواد له ګوټ ـ ګوټ نه يې ورزشکاران او هېوادوال دلته را جمع کړي دي.

دغه راز حافظ انس حقاني د دې سياليو په جوړېدو خوښي وښوده او د هېواد ورزش ادارې او د دې سياليو له برابرونکو مسوولینو يې مننه وکړه، چې دا ډول سيالۍ يې برابرې کړې دي.

په ورته وخت کې د پهلوانۍ ملي فدراسیون رئيس قاري حيات الله رحماني ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وويل او دا يې د خوښۍ ځای وباله چې اوس موږ د امن او ورورولۍ په فضا کې سره راټول شو يوو.

د ويلو ده، چې د دانالاک ستر پهلوان لومړی پړاو سيالۍ د ۱۸ داخلي او دوو پاکستاني لوبغاړو ترمنځ په تک فايټ ډول د هېواد د ورزش ادارې په مرکزي جمنازيوم کې د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ، لوړ پوړو امارتي مسوولینو، د رسنيو استازو، ورزشي مسوولینو او د زرګونو نندارچيانو په شتون کې ترسره شوې، چې د اې ايف سپورټس، لمر او طلوع تلويزيونونو څخه په ژوندۍ بڼه خپرې شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS