کابل کې د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يي پهلوانۍ تشويقي سيالۍ پيل شوې

org_admin
Thu, Nov 05 2026 4:57 PM
کابل کې د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يي پهلوانۍ تشويقي سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د زورخانه‌يې ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د کابل او لوګر ولايت څخه د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يې ورزشونو د لرغونې پهلوانۍ تشويقي سيالۍ ( د مرحوم اقبال احمد منوچهر جام )تر سرليک لاندې د ياد فدراسيون په جمنازيوم کې پيل شوې.

په دې سياليو کې به له منفي ۳۰ کيلو ګرام وزن څخه تر مثبت ۱۲۵ کيلو ګرام وزن په وزني کټګوريو کې به ورزشکاران د يو بل پر وړاندې د تک فايټ په ډول سيالۍ ترسره کړي، چې په پايله کې به يې غوره ورزشکاران راتلونکو سياليو ته غوره شي.

د ويلو ده چې يادې سيالۍ د ورزشکارانو د تشويق او ودې په موخه پيل شوې چې يوه ورځ به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS