پکتيکا؛ يوسف خېلو ولسوالۍ کې د واليبال ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د دې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ټاکلو په موخه د واليبال سيالۍ د برات خېلو الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې برات خېلو الف لوبډلې خپلې سيالې زړه ور ګام لوبډلې ته د ۲-۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو ده، دغو سياليو شاوخوا يوه اوونۍ دوام وکړ.
