هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ښکلا لوبډلې د ۴ پر ۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې ون بي لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
