د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړۍواله جام په حذفي پړاو کې نمیبیا ته ماته ورکړه
له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په حذفي پړاو کې نمیبیا ته د ۶ – ۲ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.
افغان لوبډلې د دغو سیالیو ګروپي پړاو کې له درې بریاوو او دوه ماتو سره درېیم مقام خپل کړ.
افغانستان به خپله راتلونکې سیالي نن له هند سره کړي.
یادې سیالۍ د ۱۹۰ هېوادونو په ګډون د آزربایجان په کوربهتوب د روانې میلادي میاشتې پر ۲۴مې پیل شوي او تر ۳۰مې نېټې به دوام وکړي.
