بادغیس کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام سيالۍ پيل شوې
د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګوند او تګاب عالم ولسواليو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ورورولۍ جام په نوم د فوټبال حذفي سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې اتحاد چهار طاق جوند لوبډلې خپلې سيالې نوجوانان اسلام اباد تګاب عالم لوبډلې ته د ۰/۹ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، د غوره استعدادونو موندل، د ورورولۍ روحيه پياوړي کول او يووالی رامنځته کول دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
