په پارا اسيايي سياليو کې علي سجاد همراز په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

org2_admin
Mon, Oct 19 2026 3:01 PM
په پارا اسيايي سياليو کې علي سجاد همراز په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړي علي سجاد همراز د پارا اسيايي پنځم پړاو سياليو په لومړۍ لوبه کې د میانمار تجربه‌کار او نوموتي سیال ته په دوو پرله‌پسې پړاوونو کې د ډېرو نمرو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو بل پړاو ته یې لاره وموندله.

همراز به په خپله راتلونکې سیالۍ کې د چین تایپي لوبغاړي ژیانګ وین ژیائو سره مخامخ شي، چې نوموړي په ۲۰۲۲ کال د هانګژو اسیايي لوبو کې د سرو زرو او په ۲۰۲۴ کال د پاریس پارالمپیک سياليو کې د برونزو مډالونه ګټلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د پارالمپیک ملي کمېټې د پلاوو په ګډون په دې سیالیو کې د پاراتکواندو، پارا پاورلېفټینګ او د پارا مېز ټېنس په درېیو برخو کې له خپلو لوبغاړو سره ګډون کړی دی.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS