د فوټسال ملي لوبډلې کيپ ورد ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لار ومونده

org2_admin
Sun, Oct 18 2026 10:22 AM
د فوټسال ملي لوبډلې کيپ ورد ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لار ومونده

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال شپږ اړخیز نړۍ‌وال ټورنمنټ په نيمه پايلوبه کې کيپ ورد ملي لوبډلې ته د ۴ - ۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه.

په ياده سيالۍ کې د افغانستان لپاره حميد رضا حسيني دوه، سيد حسين موسوي يو او اميد قنبري يو ګول وواهه.

په دغه شپږ اړخیز نړۍ وال ټورنمنټ کې افغانستان، برازیل، جاپان، پيرو، کیپ ورد او اندونیزیا فوټسال ملې لوبډلو برخه اخيستې وه، چې نن شپه به د کابل پر وخت ۸ بجې او ۳۰ دقيقې د افغانستان او برازيل ملي لوبډلو ترمنځ ستره پايلوبه ترسره شي.

د ويلو ده، چې یاد ټورنمنټ د برازیل په کوربه‌توب د پارانای ایالت (سائو ژوزه دوس پینهایس) ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر ١٤مه پیل شوی او نن شپه به پای ته ورسېږي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS