پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې له پکتیکا، غزني او پکتیا ولایتونو د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې مټاخان لوبډلې لومړی، میست لوبډلې دویم او مرکز اتفاق لوبډلې بیا درېیم مقام خپل کړ.
