خوست کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې له اوو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې زین الله کلب لومړی، یعقوبیو کلب دویم او مدرار کلب بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
