خوست کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند منګسو سیمه کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ځوان اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ځوان اتلانو لوبډلې له خپل ١٣٢ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ١٧ منډو په توپیر یې خپلې سیالې اتفاق لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ٤٥ ورځې یې دوام وکړ.
