ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ملک شهید صدیق لوبډلې د ٢ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې ډاکتر عصمت لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
