د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.
د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.
افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو زرو مډالونه خپل کړي دي.
یادې سیالۍ د ټایلنډ په کوربهتوب د ۲۴ هېوادونو په ګډون د سپټمبر پر ۲۲مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې به دوام وکړي.
