کابل کې د پنځو ښوونځیو لوبډلو ته د بسکټبال ښوونيز تمريني کمپ پیل شو

org_admin
Sat, Sep 26 2026 4:44 PM
کابل کې د پنځو ښوونځیو لوبډلو ته د بسکټبال ښوونيز تمريني کمپ پیل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بسکټبال ملي فدراسيون له لوري د معارف رياست د پنځو ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰ زده کوونکو ته د بسکټبال ښوونيز تمريني کمپ پیل شو.

د ياد تمريني کمپ پرانيستغونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د بسکټبال فدراسيون رئيس عبيدالله ارغنديوال، د ورزش ادارې مسوولينو او د ښوونځیو زده کوونکو ګډون کړی وو.

په دغه پرانيستغونډه کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، همدا د تمريناتو نتيجه ده، چې ورزشکاران مو د لوبو نړيوالو اصولو سره بلدتيا پيدا کړي او خپل زحمت وباسي او په نړيوالو ميدانونو کې ښې لاسته راوړنې لري.

دغه تمريناتي کمپ، چې يوه ورځ به دوام وکړي، په کې به د ورزش اهميت، لومړنۍ مرستې، د بسکټبال قوانين او مقررات او د بسکټبال تکنيکي او تاکتيکي موضوعات په نظري او عملي ډول تشريح شي.

د ياد ښوونيز تمريني کمپ موخه د معارف په سطحه د بسکټبال نويو ځوانانو ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل دي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS