پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ٢٢ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زاول لوبډلې د ٢ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې عصمت لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
