پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د یوولس ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې یوولس ستورو لوبډلې له خپل ۱۷۳ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۷۲ منډو په توپیر یې خپلې سیالې وزیرستان زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
