لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٥ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې قلعټکې ځوانانو لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر خپلې سیالې حضرت بلال لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
