پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې دیوالک لوبډلې خپلې سیالې میته لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
