ریال مادرید په سختۍ سره ګرانادا لوبډلې ته ماتې ورکړه

Afzal-af
ریال مادرید په سختۍ سره ګرانادا لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اسپانیا د لالیګا د ۲۳مې اوونۍ په وروستۍ لوبه کې، تېره شپه د کابل پر وخت ۱۱:۳۰ د ریال مادرید فوټبال لوبډلې په سنتیاګو برنابیو لوبغالي کې له ګرانادا سره لوبه وکړه چې په پای کې ریال مادرید ١ - ٠ په پایلې دا لوبه وګټله.

د لوبې یوازینی ګول د مارکو اسنسیو لخوا په 74مه دقیقه کې د ایډر ملیتاو له پاسه سره ترسره شو .

په دې پایلې سره ریال مادرید ۵۳ امتیازنو ترلاسه کړل او د دویمې درجې سویا سره یې واټن شپږ امتیازو ته لوړ کړ.