غور؛ تیوره ولسوالۍ کې له ۱۸ کلنو کم عمره د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تیوره ولسوالۍ کې له ۱۸ کلنو کم عمره د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې خورشید لوبډلې خپلې سیالې شاه غوریان لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
