د بغلان په کوربتوب د اوو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو UFC سبک سیالۍ وشوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د اوو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو UFC سبک سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې بغلان ولایت لومړی، کندز دویم او بلخ ولایت بیا درېیم مقام خپل کړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.
