زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو لوبډلو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې صحرايي لوبډلې خپلې سیالې مانده لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
