ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سمسور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سمسور لوبډلې د دوو ویکټو په زیان ۱۶۱ منډې هدف پوره کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې خپلې سیالې فرید لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
