جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز شبرغان ښار په بخدي پارک کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۵۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه او ډالۍ خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه د بومي ورزشونو ژوندي ساتل او د ځوانانو روحیه پیاوړي کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
