هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې اته ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې صفا افغان لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې خوشحال لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
