هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اتفاق لوبډلې له خپل ٢٢٠ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٧٩ منډو په توپیر یې خپلې سیالې بینادري ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه ترسره شوې، چې چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
