پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۲ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۲ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ستاره های بالیش لوبډلې د ۳ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې شاهین بالیش لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
