زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې عبدالحلیم کلب لومړی او حسیب الله کلب بیا دویم مقام خپل کړ.
