کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې نواباد لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې وټه پور لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
